IQNA

د الجزایر  دقرآڼ نړیوالو سیالیو په شلم پړاؤ کې دعلمی سمینار ترسره کیدا

10:49 - January 26, 2025
د خبر لمبر: 3490530
ایکنا – د ؛الجزایر ؛ د قرآن او قرائت قبله؛ نومې علمي سمینار، په الجزایر کې د قرآڼ دنړیوالو سیالیو د شلم پړاؤ د قاضیانو په شتون سره د الجزایر په پلازمینې الجزیره کې ترسره شو.

 

 

ایکنا د  له قوله راپور راکړی، دغه قرآنی سمینار د الجزایر د قرآن د تلاؤت او حفظ د نړیوالو سیالیو په شلم پړاؤ کې  چې د ترسره کیدا په حال کې دی، د الجزایر د اوقافو اودیني چارو د وزیر یوسف بلمهدي په څارنې سره جوړ شو.

 په دغه سمینار کې نیجریه ای قاضي طاهر بن الغونی ادریس نائم المحاسبي خپله وینا د قرآن د فضیلت او د ورباندې دعمل اوحفظ  د ویاړ؛ په عنوان سره   ئې وړاندې کړه،او د عربستان  قاضی یوسف بن مصلح بن مهل الردادي هم   په اوسمهال  او پخواني پړاؤ کې د قرائت  دسټایل پيژندنې په موضوع سره  وینا وکړه.

یوسف بلمهدي په دغه سمینار کې پخپلې وینا کې ووئيل؛ ددغه شان سمینار ترسره کیدا  د د نیجریه او عربستان د سیالیو  ددغه پړاؤ د قاضیانو د کمیټې د دوو غړو په ګډون سره  د پایزو دستورو په چوکاټ کې  د الجزایر  په اوو ولایتونوکې د قرآني سمینارونو لړۍ چې   له هغو څخه د جوماتونو امامانو او د قرآن زده کونکو استفاده وکړه ، ترسره شوې ده.

ددغه پړاؤ سیالۍ  د سلواغې په دریمه چارشنبې ورځې څخه پیل شوې او تر پرون پورې یعني د سلواغې تر شپږمې نیټې پورې ئې دوام درلود، ددغوسیالیو پایزې دستورې هم د جنورۍ  په شپږویشتمه یعني نن یکشنبې  ورځې  مازدیګر  ترسره کیږی.

 ددغو سیالیو مقدماتي مرحلې کې  د ۴۶ عربی اواسلامی هیوادونو نمایندګانو سره  سیالۍ وکړې او له هغو میرمنو  او ښاغلو  ۲۰ کسانو نهائي مرحلې ته لاره وموندله.

https://iqna.ir/fa/news/4261685

captcha